کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د روان لمریز کال په تېرو پنځو میاشتو کې د ۴۹ میلیارد افغانیو په ارزښت بېلابېل توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
یاد معاونیت نن (وږي ۱۳مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې له دې ډلې ۹۶،۵ سلنه توکي هند، تاجکستان، متحده عربي امارات، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، چین، ترکیې او عراق هېوادونو ته او ۳،۵ سلنه نور بیا د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
سرچینه زیاتوي، په صادر شوو توکو کې ۶۰ سلنه رومیان، زعفران، انګور، زردالو، ممیز، زیره او پنبه شامل دي او دغه راز پاتې ۴۰ سلنه یې بیا نور بېلابیل توکي تشکیلوي.
خو سرچینې نه دي ویلي چې تېر ۱۴۰۱ لمریز کال په پنځو میاشتو کې د صادراتو کچه څومره وه.
login or register a new account.