[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): د کرکټ اسیایي جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله وروستۍ لوبه نن له سریلانکا سره کوي، ګټونکې لوبډله به دویم پړاو ته لاره پیدا کوي.
دا سیالۍ د پاکستان او سریلانکا په کوربهتوب تېره اونۍ پیل شوې دي.
افغانستان له بنګلهدېشه خپله لومړۍ لوبه بایللې خو سریلانکا بیا بنګلهدېش ته ماته ورکړې ده.
د سریلانکا او افغانستان مهمه لوبه د پاکستان د لاهور ښار په قذافي میدان کې ترسره کېږي؛ د دغه میدان پېچ د توپوهونکو لپاره غوره دی او په تېرو لوبو کې په کې ډېرې منډې شوې دي.
د کرکټ مشهورې وېبباڼې (کرېک انفو) د دې لوبې په اړه لیکلي، سریلانکا یوازې په ګټلو دویم پړاو ته ځي، خو افغانستان په ساده ګټلو هم دویم پړاو ته نه شي تللی، باید په ستر توپیر سره یې وګټي.
سرچینې زیاته کړې، که چېرې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او ۲۷۵ منډې یې وکړې، نو دوی باید له سریلانکا دا لوبه د ۶۸ منډو په توپیر وګټي، یعنې سریلانکا باید په ۲۰۷ منډو وسوځوي، څو د منډو اوسط یې له سریلانکا لوړ شي.
کرېک انفو په خپل راپور کې ویلي، که چېرې سریلانکا لومړي توپوهنه وکړي او هر څومره هدف چې ورکړي، افغانستان باید دغه هدف په ۳۵ اورونو کې ترلاسه کړي.
افغانستان او سریلانکا تر اوسه په لسو یو ورځنیو نړۍوالو لوبو کې مسابقې کړې چې شپږ سریلانکا او درې افغانستان ګټلې او یوه لوبه مساوي پای ته رسېدلې ده.
د کرکټ اسیایي جام سیالیو له بل ګروپه پاکستان او هند دویم پړاو ته لاره موندلې ده.
[/restrict]
Views: 289
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن