ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښاروالي: ملګري ملتونه راسره د تاریخي ځایونو بیارغولو او نورو پراختيايي پروژو کې مرسته کوي

د کابل ښاروالي: ملګري ملتونه راسره د تاریخي ځایونو بیارغولو او نورو پراختيايي پروژو کې مرسته کوي

author avatar
19 Sep 2023 - 23:57
د کابل ښاروالي: ملګري ملتونه راسره د تاریخي ځایونو بیارغولو او نورو پراختيايي پروژو کې مرسته کوي
author avatar
19 Sep 2023 - 23:57

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۲): د کابل ښاروالۍ مشرتابه په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۱ څانګو له استازو سره د ښاري پلانونو پلي کېدو او له بهرنیو ملاتړ کوونکو سره د ښو اړیکو د رامنځته کولو په اړه د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

د ښاروالۍ له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي سیدعصمت الله عاصم وویل چې ، چې کابل ښاروالۍ د ښاري پلانونو پلي کېدو په برخه کې فرصتونه برابر کړي او په پلي کېدو کې یې د ټولو بهرنیو ملاتړ کوونکو په تېره د ملګرو ملتونو له سازمان څخه د مرستو غوښتنه وکړه.

په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د نړیوال بانک له لوري په تېرو وختونو کې د پاتې شویو نیمګړو پروژو یادونه وکړه او د ښاري ستونزو د حل په موخه یې د دغو پروژو د بشپړولو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل، چې مخکې د کابل ښاروالۍ، ملګرو ملتونو سازمان او نړیوال بانک له لوري یو شمېر ښاري پروژې طرحه او ډیزاین شوې وې، چې د ځینو دلایلو له امله یې کارونه ځنډېدلي او اوس د دې وخت را رسېدلی، چې دا پروژې په پوره شفافیت او لوړ کیفیت سره پلې شي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو سازمان له کابل ښاروالۍ سره د مرستو د دوام لپاره هیله وښوده او ژمنه یې وکړه چې، د تاریخي ځایونو د بیارغونې، د سړکونو، کوڅو او پلونو جوړولو، او نورو ټولګټو پروژو په پلي کېدو کې به له کابل ښاروالۍ سره تخنیکي او مالي مرسته وکړي.

د یادولو وړ ده چې، کابل ښاروالۍ د نني عصر د غوښتنو مطابق لسګونه بنسټیزې پروژې طرحه کړې، چې د پلې کېدو په برخه کې یې د ملاتړ کوونکو په تېره د ملګروملتونو سازمان مالي او تخنیکي مرستو ته اړتیا ده او په همدې موخه د کابل ښاروالۍ پلانونه د مرستو د جلبولو لپاره له یو شمېر دونرانو سره شریکې کړای شوې دي.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.