ژبه

د افغانستان او ازبکستان سرحدي ځواکونو د لا ښې همغږۍ په موخه ګډه ناسته کړې ده

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۲): د افغانستان او ازبکستان هېوادونو سرحدي ځواکونو ترمنځ ګډه غونډه شوې او دواړو خواوو د لا ښې همغږۍ او د پولې امنیت پر ټينګښت خبرې کړې دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو اړوند شپږمې سرحدي لوا قوماندان مولوي منصور جاوید په مشرۍ یوه افغان پلاوی ازبکستان ته سفر کړي.

سرچېنې لیکلي چې په دغه هېواد کې د افغانستان او ازبکستان هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ غونډه شوې او په دغه غونډه کې دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، د ګډو پولو ساتلو، د امنیت د ټېنګښت او ستونزو په موخه دوه اړخیزې خبرې کړي دي.

ملي دفاع وزارت لیکلي چې همدا راز دواړو هېوادونو د ښو اړیکو په درلودلو ژمنه وکړه او د رامنځ ته کېدو هر ډول ستونزو د حل کولو ډاډ یې ورکړ.