ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګاني: عصري علوم د دیني علومو برخه ده او زده‌کړه یې لازمي ده

سمنګاني: عصري علوم د دیني علومو برخه ده او زده‌کړه یې لازمي ده

author avatar
24 Sep 2023 - 17:30
سمنګاني: عصري علوم د دیني علومو برخه ده او زده‌کړه یې لازمي ده
author avatar
24 Sep 2023 - 17:30

کندهار (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۲): د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نن په دغه ولایت کې یوې غونډې ته وویل، عصري علوم د دیني علومو برخه ده او له څو پېړیو راهیسې د اسلام دښمنانو دا په دوو برخو بېل کړي وو.

انعام‌الله سمنګاني دغه خبرې نن په کندهار کې د سږ کال کانکوز ازموینه کې د لوړو نومرو اخیستونکو محصلینو د ستاینې په موخه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

هغه زیاته کړه، ځوانانو ته په کار ده چې د دیني علومو ترڅنګ عصري علوم هم تعقییب کړي او په وینا يې، اوس په هېواد کې د زده‌کړو لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره ده.

دی وايي: «که څوک طب وایي، دا هم دیني علم دی، که څوک انجنیري وایي دا هم دیني علم دی؛ په دې معنا چې زموږ ستاسو دین د دې ټولو طرفدار دی او په دین کې دا ټول ځای لري.»

دغه راز د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول مولوي محمود عزام هم وویل، د اسلامي امارت مشرتابه محصلینو ته ځانکړې پاملرنه کوي او سپارښتنه یې کړې چې مستعدو ځوانانو ته په دندو کې لومړیتوب ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: «یقیناً هېواد په دغسې اشخاصو پر مخ ځي؛ ځکه چې د عصري علومو چې نن څومره ضرورت دی، پر دې ټول ښه پوهېږي، نو دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې موږ داسې مستعد ځوانان لرو او هغوی به د ټولنې لپاره کار کوي او د ټولنې اړتیا به پوره کوي.»

د جنوبي زون په کچه په کانکور کې د لومړي مقام ګټونکی دادالله وایي، عصري علومو ته ډېره اړتیا ده او له ښوونځي وروسته یې مهم پړاو پیلېږي چې باید ډېره پاملرنه ورته وشي.

هغه دغه راز د ښځو تعلیم هم په ټولنه کې یوه مهمه اړتیا وبلله او له مسوولینو یې وغوښتل چې په روغتیايي او نورو برخو کې د ښځو پر تعلیم بندیز لرې کړي.

په کانکور کې یو بل بریالی کس مهدي هم وایي، خوشاله دی چې د خپلې خوښې پوهنځي ته کامیاب شوی او له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې د ځوانانو د تشویق برخه کې لا هڅې وکړي.

Views: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.