کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۲): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، له دې وروسته به یوټیوبچلوونکي د دغه وزارت کړنلارې سره سم فعالیت کوي او په خپلو خپرونو کې به اسلامي او افغاني ارزښتونه په پام کې نیسي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي په یوه وېډیویي پیغام کې - چې د دغه وزارت پر یوټیوب چینل خپور شوی وايي، هېواد کې د یوټیوبچلوونکو فعالیتونه څاري او په دغو چارو کې د ګډوډیو د مخنیوي لپاره یې کړنلاره جوړه کړې ده.
هغه ویلي، څوک چې غواړي د یوټیوب له لارې فعالیت وکړي، مکلف دي چې د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت سره ځان ثبت کړي د خبریالۍ په برخه کې تحصيلي اسناد یا تجربه ولري، له دې پرته چاته پر یوټیوب د خپرونو اجازه نه ورکوي.
هغه زیاتوي، د یوټیوب چینلونو چلونکي بايد ملي ګټي، اسلامي ارزښتونه او افغاني فرهنګ په پام کې ونيسي.
فراهي دغه راز ویلي: «موږ ټولې رسنۍ څارو، یوټیوب هم څارو، هر هغه څوک چې له اصولو سرغړونه وکړي، را وبه غوښتل شي، او وبه پوهول شي.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ویلي، د خیریه بنسټونو مسوولینو ته دا اجازه نه ورکوي چې خلکو سره د لږ مرستو لپاره د هغوی عزت او حرمت په نظر کې ونه نیسي.
فراهي زیاته کړې چې یاده کړنلاره یې افغانستان کې د واقعي ژورنالېزم دودولو لپاره رامنځته کړې څو د نظام اصلاح او د ټولنې د اذهانو تنویر لپاره کار وشي.
هغه د یادې کړنلارې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن