ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپین‌زر دولتي شرکت ۱۵۰ ټنه وچ رومیان اروپا ته صادر کړل

سپین‌زر دولتي شرکت ۱۵۰ ټنه وچ رومیان اروپا ته صادر کړل

author avatar
1 Oct 2023 - 15:21
سپین‌زر دولتي شرکت ۱۵۰ ټنه وچ رومیان اروپا ته صادر کړل
author avatar
1 Oct 2023 - 15:21

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۲): د مالیې وزارت وایي چې د کندز سپین‌‌زر دولتي شرکت ۱۵۰ ټنه وچ رومیان اروپا ته استولي دي.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د سپین‌زر دولتي شرکت رییس مولوي عبدالحمید اخندزاده وویل، دا د اسلامي امارت لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده چې د هېواد سبزیجات او ترکارۍ اروپایي هېوادونو ته استوي.

هغه دغه راز ویلي، اسلامي امارت غواړي افغانستان د واخان بندر له لارې له اروپايي او اسیايي هېوادونو سره وصل کړي؛ ځکه افغانستان اوس امن دی او ورځ تر بلې پرمختګ کوي.

سپین‌زر دولتي شرکت له تېرو ۲۱ کلونو راهیسي فعالیت نه درلود خو د اسلامي امارت په راتګ سره یې بېرته فعالیت پیل کړ چې اوس پنبه، د پنبې‌ غوړي، کونجاړه او کاغذي دستمالونه تولیدوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.