کابل (پژواک، ۱۲ تلې ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو له لوري د شاوخوا اووه میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظور شوې چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د نن د ریاستالوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه.
سرچېنې لیکلي، د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې چې له ډلې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور او د دوو لغوه شول.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، منظور شوې پروژې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، مالیې، لوړو زده کړو، اوبو او انرژۍ او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا اووه میلیارد افغانیو ته رسېږي.
خبرپاڼه کې راغلي، په یادو منظور شوو پروژو کې د پاشدان، شاه و عروس او کمال خان بندونو د پاتې چارو بشپړېدل، په کندهار، بلخ او بادغېس ولایتونو کې خلکو ته د څښاک اوبو رسول، په بېلابېلو ولایتونو کې هېوادوالو ته د هغوی د اړتیا وړ برېښنا چمتو کول، هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن