کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲): د ایران د کډوالۍ ملي سازمان رییس ویلي چې په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو تراوسه ایران ته هیڅ ډول امنیتي ستونزه نه ده پېښه کړې.
د ایران د کډوالۍ ملي سازمان رییس عبدالله مبیني له ایرنا خبری اژانس سره خبرو کې ویلي: «مونږ له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره هیڅ ستونزه نه درلوده او افغانانو هم تر اوسه موږ ته کومه امنیتي ستونزه نه ده جوړه کړې.»
هغه څرګنده کړې چې د افغانستان شرایط «ځانګړي شرایط» دي او افغان کډوال به یوه ورځ بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ټینګار کړی و چې غیرقانوني اتباع باید بیرته خپل هیواد ته ستانه شي او زیاته کړې یې وه، غیررسمي شمېرې ښيي چې په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
هغه زیاته کړې وه: «هغه څه چې موږ کولای شو په غیررسمي ډول یې په ایران کې د افغان اتباعو د شمیر په اړه اعلان کړو، په غیررسمي توګه شاوخوا پنځه ملیونه او په رسمي توګه تر دې لږ دي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP