ژبه

فراه کې له نږدې ۱۲۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

<p style="text-align: justify;">فراه (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۲): فراه کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري له نږدې ۱۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.</p>

<p style="text-align: justify;">د فراه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مفتي محمدنسیم سرهنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې مرستې د دغه ریاست له لوري، د فراداتا موسسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ وېشل شوې دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د هغه د معلوماتو له مخې، یادې اړمنې ۱۱۷۶ کورنۍ د دغه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې سروې شوې وې.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه زیاتوي چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېتره غوړي، شپږ کیلوګرامه دال او د ماشومانو تغذي مواد ورکړل شوي دي.</p>

ورته موضوع