Language

کابل کې د کرنیزو محصولاتو څلور ورځنی نندارتون پرانیستل شو

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۲): چارواکو کابل کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون د پرانیستې مراسمو کې د کرنې پر میکانیزه کولو او د کورنیو تولیداتو پر دودولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې برابروي.

د «کرنیزو محصولاتو ته بازارموندنه، د افغانستان د ځان‌بسیاینې پر لورګام» تر سرلیک لاندې دغه څلور ورځنۍ نندارتون نن د کابل په بادام باغ سیمه کې پرانیستل شو.

د نندارتون د پرانیستې مراسمو کې د ګڼ شمېر کروندګرو، بڼوالو او صنعتکارانو ترڅنګ د ریاست‌الوزرا دواړو مرستیالانو او د کرنې وزارت سرپرست مولوي عطا‌الله عمري ګډون کړی و.

په دغه نندارتون کې د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ محصولات، پروسس شوي تولیدات، لاسي صنایع، کرنیز ماشینونه، زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبو لګولو تجهیزات، مثمر او غیرمثمر نیالګي، د لمریزې برېښنا دستګاوې او یو شمېر نور کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین پژواک خبري اژانس ته وویل چې توکي په ۲۶۳ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي او له دې ډلې ۵۶ غرفې د ښځو لاسي صنایعو ته ځانګړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، د دغه نندارتون جوړولو موخه د افغانستان د کرنې سکټور پراختیا، د کورنیو تولیداتو ملاتړ، د کورنیو تولیداتو کارولو فرهنګ دودول، د کرنې او مالدارۍ د سکټور وده او پراختیا او د کروندګرو، بڼوالو او صنعتکارانو هڅونه ده.

هغه هیله وښوده چې دغه نندارتون به د قراردادونو په لاسلیکولو، بازارموندنې او پانګه‌والو په هڅونه او جذب کې د پام وړ لاسته‌راوړنې ولري.

ده وویل، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ محصولاتو ځنځیري ارزښت ته په کتو ژمن دی چې له تولیده تر مصرف په ټولو پړاوونو کې بزګرانو او مالدارانو ته د بازارموندنې او خرڅلاو زمینه برابره کړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطا‌ءالله عمري په یادو مراسمو کې وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغانستان د خوړو «خپلواکي او امنیت» ولري او دغه چاره د کرنې وزارت په لومړیتوبونو کې ده.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، افغانستان د کرنې او اوبو لګولو برخه کې پر پخواني سیسټم روان دی او په دې برخه کې یې د پام وړ پرمختګ یا نوښت نه دی کړی.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د کرنې او اوبو لګولو سیسټم معیاري کولو لپاره هڅې کوي؛ ځکه چې په دې برخه کې د معیاري سیسټم نه شتون د کرنیزو محصولاتو کمېدو لامل شوی دی.

هغه زیاتوي، افغان بزګران اوس هم د اوبو لګولو له پخواني سیسټمه کار اخلي چې دې چاري نه یوازې د اوبو د بې‌ځایه ضایعاتو سبب کېږي، بلکې د هېواد کرنیز محصولات په پراخه کچه زیانمنوي.

د ده په خبره، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړ دی چې د کرنې د میکانیزه کولو او د اوبو لګونې د معاصرو سیسټمونو عامولو او تطبیق په اړه بزګرانو ته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې او په دې برخه کې بېړني ګامونه پورته کړي.

ده پر ټولو هېوادوالو او دولتي ادارو غږ وکړ چې له کورنیو کرنیزو محصولاتو د ملاتړ لپاره له همدغو محصولاتو ګټه واخلي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې په افغانستان کې د ۶۰ سلنه کورنیو عاید د کرنې او مالدارۍ له لارې برابرېږي.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د افغانستان د کرنې میکانیزه کولو، د ټکنالوجۍ اسانتیاوو برابرولو، د سړو خونو جوړولو، د کورنیو تولیداتو دودولو او بزګرانو او پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

د هغه په خبره، هڅې روانې دي چې د هېواد کرنه او اوبه په ښه ډول مدیریت شي.

رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخند په یوه پیغام کې ویلي چې ملي سوداګر او پانګوال دې د کرنې له وزارت سره په همغږۍ د کرنې برخه کې د پانګونې له لارې د بزګرو او کرنیزو محصولاتو ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې د نندارتون ګډونوال خوښ دي چې خپل محصولات او تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړي خو غوښتنه کوي چې تولیداتو ته یې بازارموندنه وشي.

یونس محمدي چې مربا، کورت او نور توکي یې په یاد نندارتون کې نندارې ته ایښي، وایي تمه لري چې تولیداتو ته یې مناسب بازار وموندل شي.

هغه وویل، دغسې نندارتونونه ګټور دي؛ د افغانستان تولیداتو ته دې په بهر کې هم نندارتونونه جوړ شي، څو په دې توګه د نړۍ له بازارونو سره ونښلي.

د نجیبې په نوم د نندارتون یوه بله ګډونوالې چې دغه نندارتون کې یې طبي بوټي نندارې ته ایښي، هم غوښتنه کوله چې توکو ته یې بازارموندنه وشي.

هغه له حکومت او ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د بهرنیو محصولاتو پر ځای د خپل هېواد له محصولاتو ګټه واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.