ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پارا المپیک اسیایي سیالۍ؛ افغان ورزشکار په وزن پورته کولو کې خپلو دوو هندي او عربستاني سیالانو ته ماتې ورکړه

پارا المپیک اسیایي سیالۍ؛ افغان ورزشکار په وزن پورته کولو کې خپلو دوو هندي او عربستاني سیالانو ته ماتې ورکړه

author avatar
26 Oct 2023 - 15:22
پارا المپیک اسیایي سیالۍ؛ افغان ورزشکار په وزن پورته کولو کې خپلو دوو هندي او عربستاني سیالانو ته ماتې ورکړه
author avatar
26 Oct 2023 - 15:22

کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د وزن پورته‌کولو افغان ورزشکار فهیم رحیمي د چین په کوربه‌توب په پارا المپیک اسیایي سیالیو کې خپلو دوو هندي او عربستاني سیالانو ته ماتې ورکړې.

د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي ریاست پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د پارا المپیک په اسیایي سیالیو کې تېره ورځ د پاورلېفټنګ افغان ورزشکار د چین په هانګزو ښار کې سیالۍ ترسره کړې.

سرچینې لیکلي، په دغو سیالیو کې افغان ورزشکار فهیم رحیمي تر ۱۴۶ کیلو پورې وزن پورته کولو سره د هندوستان او سعودي عربستان سیالانو ته ماتې ورکړې او د یوولس هېوادونو ترمنځ یې نهم مقام تر لاسه کړ.

دغه سیالۍ د چين په هانګزو ښار کې راونې دي چې د روانې لړم میاشتې په لومړۍ نېټه د افغانستان پارا تکواندو ملي لوبډلې غړي ابراهیم دانش هم خپل عراقي سیال ته ماتې ورکړې وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.