اټلانټا (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۲): د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې سریلانکا انګلستان ته ماتې ورکړه او د نومرو په جدول کې یې پنځم خپل کړ.
دا لوبه چې د لړم په څلورمه د پنجشنبې په ورځ د هند په بنګلورو ښار کې ترسره شوه، پچه یې انګلستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د انګلستان لومړنیو لوبغاړو ښه پیل وکړ، خو په ۴۰ منډو یې دوه لومړني لوبغاړي وسوځېدل او له دې سره یې پر لوبډله فشار راغله او پرله پسې یې لوبغاړي وسوځېدل.
د انګلستان ټوله لوبډله په درې دېرشم اوور کې په ۱۵۶ منډو وسوځېدله او سریلانکا ته یې د ۱۵۷ منډو هدف ورکړ.
بلخوا د سریلانکا دواړه د پیل لوبغاړي ژر وسوځېدل خو ورپسې نیساکا او وېکرما تر ۱۳۰ زیاتې منډې په ملګرتیا وکړې او خپلې لوبډلې ته یې بریا ورپه برخه کړه.
دا په نړۍوال جام کې د سریلانکا دویمه بریا او انګلستان په پرله پسې څلورمه ماتې وه.
تر اوسه د نړۍوال جام سیالیو کې هند پنځه لوبې کړې او پنځه واړه یې ګټلي ، د نومرو په جدول کې لومړی مقام لري، نیوزیلینډ دویم، سویلي افریقا درېیم، اسټرالیا څلورم، سریلانکا پنځم، پاکستان شپږم، افغانستان اووم، بنګله دېش اتم، انګلستان نهم او نیدرلینډ په لسم مقام کې ځای لري.
Views: 253
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP