ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ۴۰۰ بستریز روغتون کې «د بشپړ مفصل بدلولو» عملیات په بریالیتوب ترسره شول

د کابل ۴۰۰ بستریز روغتون کې «د بشپړ مفصل بدلولو» عملیات په بریالیتوب ترسره شول

author avatar
31 Oct 2023 - 15:46
د کابل ۴۰۰ بستریز روغتون کې «د بشپړ مفصل بدلولو» عملیات په بریالیتوب ترسره شول
author avatar
31 Oct 2023 - 15:46

کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د سردارمحمد داوودخان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د اورتوپیدي ټیم له لوري «د بشپړ مفصل بدلولو» عملیات په بریالیتوب ترسره شول.

یاد وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د ملي دفاع وزارت اړوند د روغتیایي چارو قوماندانۍ د رهبري د هڅو په پایله کې د پرمختللو عصري طبي ماشینونو او وسایلو سره د اورتوپیدي ټیم له لوري د (Hip-joint) د بشپړ مفصل بدلولو عملیات په بریالیتوب ترسره شول.»

سرچینې زیاته کړې، دغه عملیات په تېرو ۲ میاشتو کې د مسلکي او متخصصو ډاکټرانو له لوري ۷ ځله په بریالیتوب ترسره شوي چې د ناروغانو روغتیایي وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت اړوند د سردارمحمد داوودخان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د تېرې تلې میاشتې په ۲۸مه د عصبي جراحۍ ټیم له لوري مغزي تومور او د روانې لړم میاشتې په ۶مه د سوءشکل بڼې ‎پېچلي اورتوپیدي عملیات هم په بریالیتوب ترسره شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.