ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ولایتي رییسانو ته روزنیز پروګرام پیل کړ

حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ولایتي رییسانو ته روزنیز پروګرام پیل کړ

author avatar
4 Nov 2023 - 15:59
حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ولایتي رییسانو ته روزنیز پروګرام پیل کړ
author avatar
4 Nov 2023 - 15:59

کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۲): پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مسوولین ‎د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې برخه کې ولایتي رییسانو ته د چمتووالي روزنیز‎ پروګرام له پیلېدو خبر ورکوي.

دغه روزنیز، اختصاصي او ښوونیز پروګرام نن (شنبه) د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي مسوولینو لپاره د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په حضور کې  پرانیستل شو.

د مسوولینو په وینا، دغه پروګرام به پېښو ته د رسېدو چارو کې د مسوولینو د ظرفیت لوړولو برخه کې د یوې اونۍ لپاره دوام وکړي.‎

پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزیر الحاج‌ محمدعباس اخند په دې ناسته کې وویل: «دا زموږ مسوولیت دی چې د اړتیا پر مهال خلکو ته مرستې ورسوو.»

هغه د دغه وزارت له ټولو ولایتي رییسانو وغوښتل چې په پوره صداقت او ژمنتیا سره د هېواد ټولو برخو ته مرستې ورسوي.

د کابل لپاره پېښو ته د رسېدو رییس مولوي سلیم حقاني په هرات کې وروستیو زلزلو او له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستلو‎ ته په اشاره زیاته کړه چې دغه روزنیزو پروګرام د اړتیا په وخت کې پیل شوی دی.

د کابل والي شیخ‌ محمدقاسم خالد په دې ناسته کې وویل، د جهاد لومړی پړاو پای ته رسېدلی او اوس باید په دویم پړاو کې چې د نظام ثبات او پیاوړتیا ده، هم هڅه وشي.‎

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.