کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د تکواندو فدراسیون وایي چې د محسن رضایي او علي اکبر په نومونو دوو افغان ورزشکارانو د پاکستان په کوربهتوب د تکواندو ازادو اسیایي سیالیو کې د سرو زرو مډوالونه ترلاسه کړي دي.
د تکواندو ملي لوبډلې روزنکي بشیر ترهکي تېره شپه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د تکواندو ملي لوبډلې لوبډلمشر محسن رضایي په ۶۳ کیلو وزن کې او د دې لوبډلې بل لوبغاړي علي اکبر په ۸۷ کیلو وزن کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړي او د سرو زرو مډالونه یې واخیستل.
ترهکي زیاته کړې، محسن رضایي خپلو څلورو پاکستاني او یوه عربستاني سیال ته په ماتې ورکولو سره د ۲۳ هېوادونو د تکواندو لوبغاړو ترمنځ د سرو زرو مډال وګاټه.
سرچینې زیاته کړې، په دغو سیالیو کې د تکواندو ملي لوبډلې بل لوبغاړي علي اکبر امیري خپلو پاکستاني او مصري سیالانو ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده.
د ترهکي معلوماتو له مخې، امیري په پایلوبه کې د پاکستان د تکواندو بل مشهور لوبغاړي ته ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې د سرو زرو مډال واخیست.
دغه راز په دغو سیالیو کې وړمه ورځ حمکتالله زین او امید سهاک د تکواندو دوو افغان ورزشکارانو بیا د نقرې مډالونه ګټلي وو.
دغه سیالۍ د روانې نوامبر میاشتې په درېیمه پاکستان کې پیل شوې او نن پای ته رسېږي چې په کې لس افغان ورزشکارانو ګډون کړی دی.
د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې له ۲۳ هېوادونو څخه ۳۱۵ ورزشکارانو ګډون کړی دی.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن