ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې کارګرې ښځې د کار او مزد له کموالي شکایت کوي

بلخ کې کارګرې ښځې د کار او مزد له کموالي شکایت کوي

author avatar
7 Nov 2023 - 13:17
بلخ کې کارګرې ښځې د کار او مزد له کموالي شکایت کوي
author avatar
7 Nov 2023 - 13:17

مزارشریف (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۲): د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر کارګرې ښځې د کار او مزد له کموالي شکایت کوي او له حکومته په دایمي توګه د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.

د دغه ښار د پنځمې ناحیې اړوند یلمرب سیمه هغه ځای دی چې هره ورځ لسګونه ښځې په کې د کار موندلو په موخه را ټولیږي.

په یادو ښځو کې ډېری هغه دي چې د خپلې کورنۍ د نفقې د تامینولو مسوولیت پر غاړه لري.

د دغو کارګرو ښځو له ډلې فاطمې پژواک ته وویل، هره ورځ دې سیمې ته د کار موندلو په موخه راځي، خو که یوه ورځ کار پیدا کړي څو ورځې نوره بیا وزګاره وي.

هغه وایي: «د ژوند وضعیت مې خراب دی، اوه سره ماشومان لرم او خاوند مې بېکاره کور کې پروت دی، زه خپله دلته د کار کولو لپاره راځم، خو کله کار پیدا کېږي او کله بیخي نه وي.»

هغه زیاتوي چې د یوې کارګرې مزد ۱۵۰ افغانۍ دی چې له وچې ډوډۍ پرته پرې نور هیڅ هم نه کېږي.

مهتاب د دې سیمې یوه بله کارګره هم د کار له کموالي شکایت کوي او وایي، سهار له لمانځه وروسته د کار په تمه راځي، خو ډېری وخت تر ماښامه ورته کار نه پیدا کېږي.

هغه زیاتوي: «خاوند مې په دوه پښو شل دی، زه د ۱۵۰ افغانیو په مزد ټوله ورځ کار کوم، سخت‌ ژوند تېروم، په دې پیسو نه ډوډۍ کېږي، نه د کور کرایه او نه هم ژوند تېرېږي.»

هغه له حکومته غوښتنه کوي چې مرسته او لاسنیوی یې وکړي.

جمیله یوه بله کارګره هم د کار له کموالي شکایت کوي او له حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي چې دوی ته په دایمي توګه کاري فرصتونه برابر او یا هم مرسته ورسره وکړي.

یو شمېر نورو کارګرو ښځو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د دایمي کار پیدا کولو غوښتنه وکړه.

بلخوا د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ریاست هم د یادو ښځو دغه ستونزې مني.

د بلخ د کار او ټولنیزو چارو رییس نصیراحمد ابو خالد وایي، اسلامي امارت هڅه کوي څو هغو مېرمنو ته چې سړک پر غاړه کار کوي او یا هم پر نورو درنو کارونو بوختې دي، کاري فرصتونه برابر کړي.

هغه زیاتوي، په دې وروستیو کې یو کمېسیون جوړ شوی، څو کارګرو، کونډو او بې‌وزلو ښځو ته کاري فرصتونه برابر او یا هم له هغوی سره نغدي او یا غیرنغدي مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د تلې په میاشت کې حکومتي چارواکو ویلي وو چې د بې‌کارۍ کچې ټيټولو او کارموندنې په موخه پر لنډمهالو او منځ‌مهالو طرحو کار کوي او د کارموندنې ملي پاليسي جوړوي.

Views: 132

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.