اسعداباد (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۲): د کونړ غازياباد ولسوالۍ د دارین سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت د ۱۰۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې پيل کړې.
د یادې سیمې یوه قومي مشر روزمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ سیمه کې زرګونه کورنۍ ژوند کوي خو د سړک له نعمته بې برخې دي، ناروغان په ډېر تکلیف تر روغتونه رسوو، خوراکي توکي راته نږدې دوه برابره لوړ تمامیږي، دې هر څه مجبور کړو چې په خپله لاس په کار شو او ځان ته سړک جوړ کړو.»
هغه زیاته کړه، د دغه سړک جوړولو لپاره یې د هرې کورنۍ د غړو پر سر د توان په اندازه پیسې ټولې کړې او د جوړولو چارې به یې هم د سیمې د خلکو له خوا د حشر په بڼه مخ ته وړل کېږي.
د دارین سیمې یو بل قومي مشر نورمحمد وایي، دوی د دې ترڅنګ چې سړک نه لري، نورې ستونزې هم لري؛ له حکومت او خیریه بنسټونو غواړي چې د سړک په جوړولو کې مرسته ورسره وکړي.
هغه وویل: «زموږ په سیمه کې له ۲۵ زره ډېرې کورنۍ ژوند کوي، خو د ژوند هيڅ ډول اسانتیا نه لري، مجبوره شوو چې خپله ځان ته سړک جوړ کړو، له موږ سره یې باید په جوړولو کې مرسته وشي؛ ځکه خلکو ته په دغه بد اقتصادي وضعیت کې دغه کار ستونزمن دی.»
ورته مهال، ځایي مسوولین د سړک جوړولو برخه کې د دارین د خلکو هڅې ستایي او یادونه کوي چې دې سیمې ته د سړک په جوړېدو به د ډېرو کورنیو شته ستونزې هوارې شي.
د غازياباد ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي محمدابراهیم وویل: «دارین یوه ګڼ نفوسه دره ده چې څلور لوی قومونه پښتانه، ګوجر، نورستاني او کوهستاني په کې اوسېږي او تر ۲۵ زره زیاتې کورنۍ ژوند کوي، خو د سړک نشتوالي یې ژوند تریخ کړی دی.»
هغه وایي، د ولسوالۍ مسوولینو یې د سړک نشتوالي ستونزه له ولایتي ادارې سره شریکه کړې ده؛ په کار ده چې حکومت له ځايي خلکو سره د سړک په جوړولو کې پوره مرسته او همکاري وکړي.
Views: 87
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن