چاریکار (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۲): د نږدې ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پروان ولایت مرکز د چاریکارو ښار د مرکزي څلورلارې د قیراچونې چارې پیل شوې.
د سیمهییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه څلورلارې د ټولګټو وزارت له لوري د ۴۵.۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چې ۱۱۱۵۰ مترهمربع پراخوالی لري او په ياده پروژه کې د مرکزي څلورلارې قیراچول، دوه پلونو، د سړک غاړې ویالو او پلي لارو رغول شامل دي چې په شپږو میاشتو کې به یې کار پای ته ورسېږي.
د پروان مرستیال والي مفتي محمدادریس انوري په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې وویل چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د مسافرو او هټۍوالو ستونزې حل شي.
د پروان ښاروال سیدایمیل نیکمل هم وویل چې ياده پروژه ښاري نظم برابرولو کې خورا اړین رول لوبوي او په ګټې اخیستنې سره به يې په چاریکار ښار کې لوی بدلون رامنځته شي.
د یادې پروژې مسؤول عبدالجبار عمرزاده هم په ډاګه کړه چې د دې پروژې کار به ژر تر ژره پیل شي او ډاډ یې ورکړ چې د یادې پروژې کار به د ټاکل شوې مودې دمخه پای ته ورسوي.
د یادې څلورلارې د قیراچونې چارې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د ځمکنۍ مارګېټ جوړلو له امله ځندیدلې وې چې نن يې کار پیل شو.