کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې په افغانستان کې یې د دوو ورځو په لړ کې د ښځو په ګډون ۸۸۳ ډاکټران او روغتیایي کارکوونکي روزلي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان تېره ورځ (سهشنبه) پر اېکسپاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي چې ۶۶ ښځې هم په دغو کسانو کې شاملې دي.
د دغه بنسټ په وینا، یاد کسان په هرات، بامیان، کندهار، ننګرهار او بدخشان ولایتونو کې روزل شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان څرګنده کړې چې د دغه پروګرام موخه د ډاکټري پېښو د مدیریت او څارنې او د لومړنیو غبرګون په اړه د ډاکټرانو او روغتیایي کارکوونکو د پوهاوي کچې لوړول دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، د یادو کسانو د روزنې پروګرام د جاپان هېواد په مالي ملاتړ ترسره شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د تلې په ۴مه اروپایي ټولنې هم ویلي وو، په افغانستان کې یې د رواني ناروغیو درملنې او د نشهیي توکو له امله د اختلالاتو مخنیوي لپاره ۸۰۰ میلیون افغانۍ ځانګړې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP