ژبه

غزه کې اوربند دوه ورځې نور وغځېد

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۲): قطر اعلان کړی چې د اسرائیل او حماس ترمنځ څلور ورځنی اوربند دوو نورو ورځو ته هم غځېدلی دی.

د دواړو ډلو ترمنځ تر ۴۸ ورځو خونړۍ جګړې وروسته د لېندۍ په څلورمه څلور ورځنۍ اوربند پیل شوی و.

دغه اوربند د امریکا، قطر او مصر په منځګړیتوب له څو ورځو خبرو اترو وروسته پیل شوی او په دوو مرحلو کې دواړو لورو د یوه بل لسګونه بندیان خوشې کړل.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د لېندۍ په ۴مه اعلان وکړ چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د لومړي اوربند په شرایطو دغه اوربند د دوو نورو ورځو لپاره غځول شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، دوی هڅه کوي چې دا موقت اوربند دایمي ته واړوي.

قطر ویلي چې په دوو نورو ورځو کې به نور بندیان خوشې شي او غزې ته به لسګونه د خوراکي توکو نور موټرې ورسېږي.

د تېرې اکتوبر میاشتې له اوومې د حماس او اسرائیل ترمنځ جګړه روانه ده؛ په دې موده کې شاوخوا ۱۴ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړل او زرګونه نور ژوبل شوي دي.

دغه راز د راپورونو له مخې، په جګړو کې تر اوسه ۱۵۰۰ اسرائیلیان هم وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي وو.

[/restrict]