ژبه

ایران له افغانستان سره د کرنې میکانیزه کولو برخه کې مرسته کوي

مزارشریف (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د ایران سوداګرۍ مرکز مسوولینو په بلخ ولایت کې له یو شمېر سوداګرو سره په ليدنه کې ویلي، هوډ لري په افغانستان کې د کرنې ميکانيزه کولو او نورو برخو کې له کروندګرو سره مرسته وکړي.

په دې لیدنه کې د ایران سوداګرۍ مرکز د مدیره پلاوي رییس حسین اذري وویل، هېواد یې غواړي په افغانستان کې د کرنې بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او هم د کرنیزو محصولاتو پروسس لپاره فارمونه جوړ کړي.

دغه راز د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خیرالدین مایل ویلي، په دې لیدنه کې ایراني پلاوي ډاډ ورکړی چې د افغانستان د کرنې مکانیزه کولو برخه کې به له افغان سوداګرو سره په ګډه کار او هم به له کروندګرو سره مرسته وکړي.

بلخوا د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس شمس‌الدین خالد هم وویل چې د کرنې معیاري کولو لپاره د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د ایران همکارۍ ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان کرنې وزارت چمتو دی څو له ایران سره په ګډه په دې برخه کې کار وکړي.

د یادونې ده، په افغانستان کې د اوبو کمښت، د کیمیاوي سرې لوړه بیه، د سړو خونو نشتوالی او عصري کرنیزو وسایلو ته نه لاسرسی هغه ستونزې دي چې افغان بزګران ورسره مخ دي.