اټلانټا (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د سریلانکا کرکټ ادارې اعلان کړی چې دوه میاشتې وروسته به له افغانستان سره د لومړي ځل لپاره د کرکټ ټسټلوبه کوي.
د سریلانکا کرکټ ادارې د لېندۍ په اتمه د ۲۰۲۴ کال لپاره د خپلې ملي لوبډلې د لوبو مهالوېش اعلان کړی چې په کې له افغانستان سره هم لوبې شاملې دي.
سرچینې زیاته کړې چې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې به په خپل کوربهتوب له افغانستان سره به یوه ټسټلوبه، درې یوه ورځنۍ او درې شل اووریزې لوبې کوي.
خو د سریلانکا کرکټ ادارې د دغو لوبو کره نېټې نه دي اعلان کړې.
د یادونې ده، دا لومړی ځل دی چې افغانستان له سریلانکا سره د کرکټ ټسټلوبې کوي خو د دواړو هېوادونو ترمنځ له دې مخکې یوه ورځنۍ او شل اووریزې لوبې شوې دي.
د وروستي ځل لپاره افغانستان له سریلانکا سره په تېر نړۍوال جام کې یوه ورځنۍ لوبه وکړه چې د افغانستان په بریا پای ته ورسېده.
افغانستان د کرکټ نړۍوالې شورا د بشپړ غړیتوب له دریځ اخیستو وروسته لومړۍ ټسټ لوبه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له هند سره ترسره کړه او تر دې مهاله یې د هند ترڅنګ له بنګلهدېش، ایرلینډ، زيمبابوې او وېسټ انډيز سره ټسټ لوبې کړې دي.
افغانستان له ټولو اوو ټسټ لوبو له بنګلهدېش، زيمبابوې او او ایرلېنډه یوه یوه ټېسټ لوبه ګټلې ده.
له سریلانکا مخکې افغان لوبډله په جنورۍ میاشت کې له هند سره درې شل اووریزې لوبې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP