ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زرنج ښار ناحیو کې خلک د کثافاتو له ډېرۍ کېدو شکایت کوي

د زرنج ښار ناحیو کې خلک د کثافاتو له ډېرۍ کېدو شکایت کوي

author avatar
6 Dec 2023 - 17:08
د زرنج ښار ناحیو کې خلک د کثافاتو له ډېرۍ کېدو شکایت کوي
author avatar
6 Dec 2023 - 17:08

زرنج (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د نیمروز مرکز زرنج ښار ځيني اوسېدونکي، په دغه ښار کې د کثافت‌دانیو له نشتوالي او په بېلابېلو ناحیو کې د کثافاتو له ډېرۍ کېدو شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې د دې ستونزې د حل برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

هغوی وایي چې د دغه ښار بېلابېلو ناحیو کې د کثافات‌دانیو نشتوالی د تعفن او ناپاکۍ لامل شوي او ښايي له امله یې ساري او مکروبي ناروغۍ خپرې شي.

د زرنج ښار د سیداباد کلي یوه اوسېدونکي عبدالحلیم بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په سیمه کې یې کثافات‌دانۍ نه شته.

د هغه زیاته کړه: «خلک په یوه سیمه کې کثافات اچوي او هلته بیا پاتې وي، مچان پرې ګرځي، هلته ډېر بد بوی وي، د سیمې خلک په ستونزو سره تګ راتګ کوي.»

هغه وایي چې څلور کاله مخکې د «رمپ اپ» موسسې له خوا د زرنج ښار لپاره د کثافاتو ګرځنده سطلونه وپېرل شول، په ټولو کلیو او د دغه ښار د ګڼې‌ګوڼې ځایونو کې کېښودل شول، خو دا سطلونه چې په لوړه بیه او په ښه کیفیت له کندهاره اخیستل شوي وو، د روږدو له خوا خرځ شوي دي.

هغه وویل: «د سطلونو د غلا او پلور کلونو وروسته که څه هم ښاروالي یوه عایداتي اداره ده تر اوسه نه ده توانېدلې چې د ښار لپاره لومړني خدمات چې د خځلو سطلونه دي، برابر کړي، فقط له خلکو مالیه اخلي خو خدمات نه وړاندې کېږي.»

په ورته وخت کې د زرنج ښار «د ګاوداري» سیمې یو اوسېدونکی صبور رخشاني هم ورته شکایت لري او وایي: «د کثافاتو غونډۍ کېدو له امله، ډېر په تکلیف کې یو، کله چې باد وي کثافاتو تیتوي، دا د بېلابېلو مکروبي ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي.»

هغه وایي، د کثافت‌دانیو شتون په هر ښار کې له اساسي اړتیاوو دي، خو په زرنج ښار کې کلونه کېږي چې د خځلو لپاره سطلونه نه شته دي.

دغه راز د زرنج ښار «د بلوار صلح» سیمې یوه اوسېدونکې فتانه رحماني هم ورته شکایت لري او وایي، دا چې په سیمه کې یې نوي جوړ شوي بلاکونه او نیمه کاره دوکانونه ډېر دي، د کثافاتو لپاره سطلونه نه لري او د ښاروالۍ له خوا هم د کثافاتو اچولو لپاره کوم ځانګړی ځای نه دی مشخص شوی، خلک خپل کثافات په دغو نیمه کاره دوکانونو کې اچوي چې د هغې بد بوي له امله د سیمې خلک په تکلیف دي.

نوموړې د زرنج ښار له ښاروالۍ غواړي چې لږ تر لږه د خپل عاید ۲۰ سلنه د ښار د زرغونولو او پاکۍ برخه کې مصرف کړي.

په ورته وخت کې، د زرنج ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري خدماتو امر علي رضا زوري پژواک ته وویل چې د زرنج ښاروالۍ په خپلو لږو امکاناتو او کم پرسونل سره د ښار پاکوالي په موخه ډېره هڅه کړې، خو دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه ده.

نوموړی وایي: «زموږ درنه او وړه ماشینري شته، خو د کثافاتو ټولولو برخه کې د تنظیف ۵۵ پرسونله لرو.»

هغه په داسې حال کې چې ویل یې، د زرنج ښار د کثافاتو ټولولو برخه کې ځنډ د ویالو پاکوالي له امله دی، زیاته کړه: «درېیو میاشتو کې مو د ښار شاوخوا ۲۵ کیلومتره ویالې پاکې کړې چې له څو کلونو راهیسې ډکې شوې وې، د ټولو کورونو او هوټلونو اوبه سړکونو کې ډنډېدې، نو د همدغو ویالو د پاک کارۍ له امله سکتګي راغله او د خلکو غږ پورته شو.»

نوموړي وویل چې هڅه کوي له اړوندو ارګانونو په مرسته له کلونو انبار شوي کثافات له دغه ښاره پاک کړي.

نوموړي وویل، د ښاروالۍ بودجه ډېره کمه ده او کلنی عاید یې هم ۵۰ میلیونو افغانیو ته رسیږي، خو ویې ویل چې د کثافاتو سطلونه به پېري او بېلابېلو ناحیه ته به یې وېشي‎.

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.