ژبه

په جوزجان کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۵): د جوزجان امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د درېیو ترافیکي پېښو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند، قاري عبدالستار حلیمي ویلي چې یادې پېښې تېره ورځ په شبرغان ښار او د دغه ولایت په مردیان او خانقاه ولسوالیو کې شوې دي.

هغه زیاته کړې چې په یادو پېښو کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

حلیمي ویلي، د دغو پېښو ټپیان د درملنې لپاره د جوزجان ولایتي ۲۰۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي دي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په مړو شویو کسانو کې یوه ۱۱ کلنه نجلۍ او یو سړی شامل دي.

ورته موضوع