زرنج (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۲): نیمروز کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د نیمروز د ترافیکو مدیریت د ترافیکي پېښو امر سردارمحمد رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن غرمه د نوي هوايي ډګر سیمه کې دوو لنډکروزرو او یوه فیلډر موټر ټکر کړی چې په پایله کې یې دوه کسان او درې نور ټپيان شوي دي.»
هغه وايي چې نن سهار د زرنج ښار د ورودي دروازې سیمه کې هم یو کرولا موټر او یوه رېکشه سره لګېدلي چې له امله یې دواړه چلونکي ټپیان شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، د دواړو پېښو ټپیان د درملنې په موخه د نمیروز ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن