Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پاکستان لس افغانان د سیاسي فعالیتونو له امله له دغه هېواده ایستلي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۲): د پاکستان کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي ویلي، لس افغانان یې په دغه هېواد کې د سیاسي فعالیتونو له امله ایستلي دي.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې بګټي دا څرګندونې د جمعې په ورځ  (د لېندۍ ۱۷مه) په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته کړې دي.

هغه زیاته کړه، بهرني اتباع نه شي کولی د پاکستان په سیاسي چارو کې مداخله وکړي.

د پاکستان کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي وايي، د قانوني اسناد لرونکي لس هغه افغانان يې له دغه هېواده ايستلي چې د ده په خبره، په سیاسې فعالیتونو کې يې لاس درلود.

خو هغه د یادو افغانانو د سیاسي فعالیتونو په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي.

د بګټي په وینا، دوی اوسمهال د بې اسناده افغان کډوالو د ايستلو په لومړۍ مرحله کې دي.

د هغه په خبره، په تېرو دوه نیمو میاشتو کې نږدې نیم میلیون هغه افغانان چې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني اسناد يې نه درلودل، له دغه هېواده ايستل شوي دي.

پاکستان په رسمي ډول د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر د روان کال د نومبر په لومړۍ نېټه پیل کړی او تر دې دمه شاوخوا ۴۵۰ زره افغانان یې ایستلي دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.