Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ندیم په هېواد کې دننه د ماسټرۍ او دوکتورا د نوو برنامو پر رامنځته کولو ټينګار کړی

ندیم په هېواد کې دننه د ماسټرۍ او دوکتورا د نوو برنامو پر رامنځته کولو ټينګار کړی

author avatar
24 Dec 2023 - 22:06
ندیم په هېواد کې دننه د ماسټرۍ او دوکتورا د نوو برنامو پر رامنځته کولو ټينګار کړی
author avatar
24 Dec 2023 - 22:06

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوي نداءمحمد ندیم د هېواد په دننه کې د ماسټرۍ او دوکتورا نوو برنامو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

د دغه وزارت له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دغه څرګندونې نن له افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون څخه د ليدنې پر مهال وکړې.

سرچینې زیاته کړې، هغه د دې لیدنې په ترڅ کې د افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون له مشرتابه پلاوي، د پوهنځيو له رییسانو او استادانو سره په ناسته کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او فعالیتونه يې وستایل.

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د ياد پوهنتون مشرتابه ته سپارښتنه وکړه چې د هېواد په داخل کې دې نورې د ماسټرۍ او دوکتورا برنامې جوړې کړي.

هغه دغه راز ډاډ ورکړ چې د فوق لېسانس برنامو په ایجاد، د محصلینو او استادانو لپاره د معیاري لوړو زده کړو زمینې برابرولو په برخه کې یې هر ډول ملاتړ کوي او اسانتیاوې به ورته برابروي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.