ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«ایر عربیه» هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې بېرته ‎پیلوي

«ایر عربیه» هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې بېرته ‎پیلوي

author avatar
26 Dec 2023 - 17:48
«ایر عربیه» هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې بېرته ‎پیلوي
author avatar
26 Dec 2023 - 17:48

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۲): هېواد ته د «فلای دوبی» هوايي شرکت د الوتنو له پیل وروسته «ایر عریبه» هوايي شرکت هم خبر ورکړی چې ‎د جنورۍ په لسمه به د کابل او شارجې ترمنځ خپلې لومړنۍ دوه اړخیزې الوتنې پیلوي.

د افغانستان ملي راډیو او ټلوېزیون نن (سه‌شنبه) په دوبۍ کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ په حواله دا راپور ورکړی دی.

ایر عرییه هوايي شرکت چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنېدو ‎وروسته یې کابل ته خپلې الوتنې ځنډولې وې، اوس یې ویلي چې د راتلونکي کال د جنورۍ له لسمې به بېرته خپلې الوتنې افغانستان ته پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ‎فلای دوبی هوايي شرکت له دوه کاله او څو میاشتو ځنډ وروسته د نومبر په ۱۵ کابل ته خپلې الوتنې له سره ‎پیل کړې.

د يادونې ده چې د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته ‎يو شمېر هوايي شرکتونو افغانستان ته کې خپلې الوتنې درولې دي.

خو د اسلامي امارت چارواکو له دې مخکې ‎ویلي چې د افغانستان هوايي حریم د هر ډول الوتنو لپاره خوندي دی او د هېواد په ټولو هوايي ډګرونو کې معیاري خدمتونه وړاندې کېږي.

عبدالله عزیزی

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.