کابل (پژواک، ۱۳ مرغومې ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند ذبیخ الله مجاهد وایي، چې نن په اسلاماباد کې د افغانستان – پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې شپږمه غونډه پیل شوه.
مجاهد د مرغومي په ۱۳مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې نن د پاکستان پلازمینې اسلام اباد کې د افغانستان-پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې شپږمه غونډه پیل شوه.
هغه زیاته کړې، یاده کمېټه په نوبتي ډول په کابل او اسلام اباد کې غونډې کوي چې د افغان لوري څخه یې مشري د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو مرستیال او د کندهار سرپرست والي ملا محمد شیرین اخند کوي.
مجاهد زیاته کړې، په دغه ناسته کې به د تېرو غونډو په تعقیب د دواړو هیوادونو ترمينځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د هواري او دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو لپاره د تسهیلاتو د رامنځته کېدو په تړاو بحثونه کیږي او ګټور او اړین تصامیم به نیول کیږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن