ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ۳۳ مسافروړونکو موټرو فعالیت د تخنیکي ستونزو له امله وځنډول شو

کابل کې د ۳۳ مسافروړونکو موټرو فعالیت د تخنیکي ستونزو له امله وځنډول شو

author avatar
4 Jan 2024 - 14:50
کابل کې د ۳۳ مسافروړونکو موټرو فعالیت د تخنیکي ستونزو له امله وځنډول شو
author avatar
4 Jan 2024 - 14:50

کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي، د کابل ښار په ترمینلونو کې د تخنیکي چک پروسې پر مهال د ۳۳ مسافروړونکو بسونو فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه وځنډول شو.

د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت یادې څرګندونې پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

سرچینې دغه راز لیکلي چې د یادې پروسې پر مهال د ۳۲۱ موټرو تخنيکي وضعیت کنټرول شو چې له یو شمېر بسونو اضافي او غیرمعیاري چوکۍ لرې کړل شوې او همدا ډول د ۶۸ موټرو تخنیکي اصلاح وشوه.

د روانې مرغومي میاشتې په شپږمه هم یاد وزارت ویلي وو چې د کابل په ترمینلونو کې د یادې پروسې پر مهال د ۶۸ موټرو تخنیکي وضعیت څارل شوی چې له ډلې یې له ځینو موټرو غیرمعیاري څوکۍ لرې شوې او د ۱۳ نورو موټرو «تخنیکي اصلاح» شوې ده.

Views: 93

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.