Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې یو کس د زهرو په وسیله وژل شوی

میمنه (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په بندر ولسوالۍ کې یوه کس ته لومړی زهر ورکړل شوي او وروسته زندۍ شوی دی.

د فاریاب ولایت د مقام ویاند مفتي عصمت‌الله مرادي پژواک خبري اژانس ته وویل، وژل شوی کس عبدالحق نومیږي چې نن له غرمې وروسته په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له لوري لومړی زهر ورکړل شوي او وروسته زندۍ شوی او وژل شوی دی.

د فاریاب د بندر ولسوال قاري عبدالناصر جامع وویل چې د عبدالحق د وژلو لامل تر اوسه معلوم نه دی، خو په تړاو یې د هغه ښځه نیول شوې چې پلټنې ترې روانې دي.

ځایي قومي مشر عبدالحمید وايي، له زیاتې مودې راهیسې د دغه کس او مېرمنې ترمنځ یې کورنۍ ستونزې موجودې وې او ښايي د خپلې ښځې له لوري وژل شوی وي.

هغه زیاته کړه، د مقتول مېرمنې ویلي چې دا د خپل پلار کور ته تللې وه او خاوند یې کور کې و چې پرون غرمه وژل شوی دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.