Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اوبو بحران مدیریت؛ په ۱۱ ولایتونو کې ۱۴۰ چک‌ډیمونه جوړېږي

کابل (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): د اوبو او برېښنا وزارت، د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د ۷۳ چک‌ډیمونو د جوړېدو تړونونو د لاسلیکېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت  دمرغومي په ۱۴مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په هېواد کې د اوبو بحران او د موسمي سېلابونو د مدیریت او کنټرول، د اوبو سرچینو د پیاوړتیا او د سېلابونو او وچکالیو د زیانونو د کموالي لپاره د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د ۱۴۰ چکډمونو پروژې پلي کوي.

سرچینې زیاته کړې چې له دې جملې د ۷۳ چکډمونو د جوړېدو تړونونه لاسلیک شوي؛ د اوو پروژو چارې بشپړې شوي؛ د ۳۳ پروژو چارې روانې دي او د پاتې ۳۳ نورو پروژو تدارکاتي چارې روانې دي چې ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌‌ مقام د حکم پر بنسټ، د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د ۴۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۴۰ چکډمونو پروژې پلي کوي چې په پلي کېدو سره به یې په هېواد کې له وچکالي سره د مبارزې او د اوبیزو سرچینو د مدیریت او پیاوړتیا په برخه کې رغنده رول ولري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.