[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د استخراج شوو شوکاڼو چې نیمه پروسس یې شوی وي، د رویالیټۍ او ګمرکي تعرفې ټیټولو پرېکړه وشوه.

له ارګه د مرغومي په ۲۸مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې د شوکاڼو د رویالیټي او ګمرکي تعرفې ټیټېدو په اړه له بحث وروسته پرېکړه وشوه، د استخراج شوو شوکاڼو چې نیمه پروسس یې شوی وي، في ټن رویالیټي دې له ۱۸۰۰ افغانۍ څخه ۱۲۰۰ افغانیو او ګمرکي تعرفه له ۱۰۰۰ افغانیو څخه ۸۰۰ افغانیو ته راټیټه شي.

په غونډه کې همدارنګه پرېکړه وشوه چې دغه تصمیم یوازې په ساحه کې د پرتو ډبرو په مورد کې نیول شوی او د استخراج د بیا پيل په صورت کې به د رویالیټي او هم د ګمرکي تعرفې په اړه تجدید نظر کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، همدارنګه د شوکاڼو سوداګر مکلف شول څو په ساحه کې پرتې ډبرې د پنځو میاشتو په جریان کې بهر ته صادرې کړي.

سرچینې زیاته کړې، په یاده غونډه کې د کابل ښار په کوټهسنګي سیمه کې د خصوصي سکټور له لوري د ملت سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د اقتصادي کمېسیون د نظر په پام کې نیولو سره منظوره شوه.

د دې طرحې له مخې، خصوصي سکټور ۱۲ پوړیز سوداګریز مارکېټ د شاوخوا ۳۲۴ میلیونه افغانیو په پانګونه جوړوي.

په دې غونډه کې د اقتصادي کمېسیون له لوري د هلمند په لښکرګاه ښار کې د خصوصي سکټور له لوري د سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ جوړولو طرحه هم منظور شوه چې له مخې به يې خصوصي سکټور پنځه پوړیز سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ د شاوخوا ۴۰۰ میلیون افغانیو په پانګونه جوړوي.

د غونډې په پای کې د اقتصادي کمېسیون له غړو وزارتونو او ادارو سره د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ کړنلاره هم شریکه شوه.

د يادونې ده، د افغانستان ملي اقتصادي مشورتي بورډ غړي د پوهنتونونو استادان، د اقتصادي چارو کارپوهان او ملي سوداګر دي چې اسلامي امارت ته به د مهمو اقتصادي مسایلو په اړه مشوره ورکوي.

له دې مخکې په ننګرهار کې د شوکاڼو ټولنې ویلي وو چې د ګمرکي تعرفې لوړوالي له امله د شوکاڼي پروسس شاوخوا ۳۰ فابريکې تړل شوې او زرګونه کسان وزګار شوي دي.

دوی وايي، پخوا د شوکاڼي ګمرکي محصول پنځه سلنه و، خو اوس دغه کچه تر ۲۵ سلنه لوړه شوې او له نړۍوال بازار سره سم د شوکاڼي نرخونه نه پوره کوي نو ځکه يو شمېر فابريکې تړل شوې دي.

د شوکاڼي يا تالک کانونه د نورو ولایتونو ترڅنګ د ننګرهار په شېرزادو، خوږياڼو، حصارک، پچيراګام، اچين، هسکې مېنې، سپین غر او کوټ ولسواليو کې موجود دي چې د نيمه پروسس لپاره يې په جلالاباد ښار کې لسګونه فابريکې جوړې شوې دي.

[/restrict]