Language

درېیو ولایتونو کې له څه باندې ۶۳۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): په پنجشېر، سمنګان او نیمروز ولایتونو کې له څه باندې ۶۳۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو، نغدو پيسو او چرګانو ساتنې د وسایلو مرسته وشوه.

د پنجشیر د اقتصاد ریاست د غیردولتي موسسو عمومي مدیر احمدایمان دروېش پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ولایت کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق «یونیسف» په مالي او د اشیانه موسسې په تخنیکي همکارۍ له ۱۰۶۰ کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته شوې ده.

هغه وویل چې هرې کورنۍ سره ۱۳۶۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.

په ورته وخت کې د سمنګان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ثمرالدین شاهروخي وايي، د دغه ولایت په «دره‌صوف پایان» ولسوالۍ کې له څه باندې ۴ زره او ۶۷۸ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه‎.

د هغه ‎په خبره، دغه مرسته د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي او د (ASIO) موسسې په تخنیکي مرسته ‎خلکو ته ویشل شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۴نیم لیټره غوړي، څه باندې ۶ کیلوګرامه دال او درې‌نیم کیلوګرامه د ماشومانو تقویتي مواد وېشل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، په نیمروز کې هم له نږدې ‎۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د چرګانو ساتنې د وسایلو مرسته شوې ده.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالخالق حکیم‌الله وايي، په چهاربرجک ولسوالۍ کې یې ۵۸۸ کورنیو ته د هګیو د چرګانو ساتنې وسایل وېشلي دي.‎

د هغه زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته  ۳۰ – ۳۰ هګیو چرګانې او د چرګانو خوراکي توکي ورکړل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.