ژبه

واحدالله نژند نن شپه د ارجنټایني سیال پر وړاندې سیالۍ ته ښکته کېږي

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی واحدالله نژند نن شپه د خپل ارجنټایني سیال پر وړاندې لوبېږي.

دغه سیالي د «اف‌اېن‌سي» د ازادو سیالیو د سازمان په دېرشم پړاو کې د ۷۷ کیلوګرام وزن په کټګورۍ کې د کرواسیا د زادار ښار په کرشیمیر چاسیچ سالون کې ترسره کېږي.

د نژند سیال لورئانو استاروپولي نومېږي چې په خپل ورزشي ژوند کې یې ۱۳ بریاوې او ۷ ماتې ثبت کړې دي.

نژند چې تر دې وړاندې یې د اوکتاګون په سازمان کې سیالۍ کولې، د ۱۴۰۴ کال د مرغومي میاشتې په وروستیو کې یې له اف‌اېن‌سي سازمان سره تړون لاسلیک کړ.

هغه تر دې مهاله ۱۲ لوبې کړي چې ۱۰ یې کټلي او دوه یې بایللي دي.

د یادونې وړ ده چې واحدالله نژند په اوکتاګون سازمان کې ښې لوبې کړې وې او ان د خپل وزن په کټګورۍ کې د کال غوره ورزشکار هم ټاکل شوی و.