کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د سیمې هېوادنو سفیرانو او د ډیپلوماتیکو ماموریتونو له مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره د مثبت تعامل زیاتوالي لپاره سیمهییزې سلامشورې وکړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي کابل کې د سیمې د هېوادونو سفیرانو او د ډیپلوماتیکو ماموریتونو له مشرانو سره وکتل.
سرچینې لیکلي چې په دې ناسته کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا سفیرانو او د ډیپلوماتیکو ماموریتونو مشرانو ګډون کړی و.
خبرپاڼه کې راغلي، متقي د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اسلامي امارت ډیپلوماتیکو اړیکو وضعیت د پام وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره د مثبت تعامل زیاتوالي او دوام لپاره سیمهییزې سلا مشورې ترسره کړي.
متقي له ګډونوالو غوښتي چې د یوه منطقهمحور روایت پر مټ باید په افغانستان کې له راټوکېدلو فرصتونو ګټه پورته کړي او د بالقوه ګواښونو د مدیریت په تړاو همغږي ولري.
د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې متقي د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پر مثبت تعامل ټینګار وکړ او یو ځل بیا یې تکرار کړه چې د یوناما په شتون او په افغانستان کې د یوه خپلواک مرکزي حکومت په موجودیت کې د نوو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.
هغه له ګډونوالو ډیپلوماتانو غوښتي چې خپلو هېوادونو ته دې د افغانستان اسلامي امارت د منطقهمحور ابتکار پیغام ورسوي څو افغانستان او سیمه په ګډه په سیمه کې له نوو فرصتونو د خپلو حکومتونو او ملتونو په ګټه استفاده وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن