Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د تېرې شنبې په نسبت د بورې، غوړیو او سروزرو بیې یو څه لوړې شوې دي
آرشیف

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۲): نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د افغانۍ پر وړاندې د امریکایي ډالر ارزښت لوړېدو ترڅنګ د هندي بورې، غوړیو او سروزرو بیې هم لوړې شوې دي.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر پېر بیه ۷۳ اعشاریه ۷۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د مرغومي په ۳۰مه د یوه امریکايي ډالر اخیستو بیه ۷۲ اعشاریه ۳۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانۍ تبادله کېدې.

د صرافانو په خبره، په بازار کې د افغانیو ډېرېدو له امله د هغو ارزښت د امریکايي ډالر پر وړاندې کم شوی دی.

د لومړنیو خوراکي توکو بیې

په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې د تېرو اوو ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۳۲۵۰ څخه ۳۴۵۰ افغانیو‎ او د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړيو بیه له ۱۳۵۰ څخه ۱۴۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وینا، یاد خوراکي توکي ځکه لوړ شوي چې واردات یې کم شوي او د افغانیو ارزښت ټیټ شوی دی.

خو سرچینه وايي چې نن هم لکه تېرې اووه ورځې په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۰۰ افغانۍ، لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سروزرو بیو لوړېدل

د کابل پر تیمورشاهي واټ د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سروزرو بیه له ۴۰۰۰ څخه ۴۱۰۰ افغانیو ته او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سروزرو بیه له ۳۱۰۰ څخه ۳۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.‎

د هغه په وینا، په کابل ښار کې د سروزرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو بیو له بدلون سره تړاو لري.

نفتي توکي

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل چې نن لکه تېرې ۷ ورځې د یوه لېتر پټرولو بیه ۶۳ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۶۰ افغانۍ دي.

دغه راز، د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یوه ګاز پلورونکي محمدشریف وویل چې نن هم لکه اووه ورځې مخکې ‎یو کیلوګرام ګاز په ۵۰ افغانۍ پلوري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.