کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۲): د مالیې وزارت وايي چې په کابل کې یې شاوخوا ۲۶ زره مترهمربع ځمکه غصب شوې او د دولتي املاکو لوی ریاست له لوري تر اوسه زرګونه مترهمربع غصب شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.
د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا د سلواغې په ۱۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه وزارت د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته په پلازمېنه کابل کې له خپلو ۵۲ غصب شوو جایدادونو څخه زرګونه مترهمربع غصب شوې ځمکه راګرځولې ده.
سرچینې زیاته کړې، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د پشمینه تصدۍ درې زره او ۱۹۰ مترهمربع ځمکه، په شکردره ولسوالۍ کې د افغانستان بانک ۱۵جریبه ځمکه، د بګرامیو ولسوالۍ په نساجي سیمه کې ۲۰۰ دکانونه او د څلورمې ناحیې اړوند په پایکوب نصوار سیمه کې څلور زره ۲۰۰ مترهمربع غصب شوې ځمکه قراردادي ادارې ته سپارل شوې؛ همدا راز د بګرامیو ولسوالۍ د نساجي فابریکې ترڅنګ د ۴۶ جریبه ځمکې غاصبین دې ته چمتو شوي چې د راتلونکي کال تر وري میاشت پورې یاده ځمکه تحویل کړي.
د مالیې وزارت ویلي چې د دولتي املاکو لوی ریاست د ټولو غیر منقولو او له اړتیا بهر دولتي جایدادونو د ثبت، ګټې اخیستنې، مدیریت او څارنې مسوولیت لري او دغه ریاست همدارنګه په کابل کې ۲۶ زره مترهمربع غصب شوې ځمکه تثبیت کړې چې ډېر ژر به له غصب څخه راوګرځول شي.
د یادونې ده چې په هېواد کې لسګونه زره جریبه ځمکه غصب شوې، د عدلیې وزارت ویلي چې تر اوسه سل زره جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP