Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه بهرني شرکت د کانونو استخراج په بدل کې د افغانستان رېل‌پټلۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وایي، یو بهرنی شرکت غواړي چې د کانونو استخراج په بدل کې د دغه هېواد رېل‌پټلۍ برخه کې پانګونه وکړي.

د دې ادارې له خوا خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د اوسپنې پټلې ادارې سرپرست ملا بخت‌الرحمن شرافت نن د «ګاما» نړۍوال ساختماني او تجارتي شرکت د اجرائيوي کمېټې له غړو سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې «ګاما» نړۍوال ساختماني شرکت د اجرائيوي کمېټې غړو ویلي چې دغه شرکت غواړي د کانونو استخراج په بدل کې د افغانستان د رېل‌پټلۍ برخه کې پانګونه وکړي او له دې لارې هرات، نيمروز، کندهار او نور اړوند ولايتونه له چابهار سوداګریز بندر سره وصل کړي.

همدارنګه، د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست د افغانستان اقتصادي سکټور پراختيا لپاره د «ګاما» شرکت پانګونه مهمه بللې او د دغه شرکت پانګونې د هرکلي ترڅنګ یې په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دې ادارې ویلي چې ګاما يو نړۍوال ساختماني شرکت دی چې له ۲۰۱۲ میلادي کال راهيسې په ساختماني، تجارتي، انرژۍ او د کانونو استخراج برخو کې فعاليت کوي او د ريل‌پټلۍ جوړولو برخه کې هم د روسي مشهور «آر‌ زیډ ډي» شرکت قراردادي غړی دی.

خو دا یې نه دي ویلي چې د کوم هېواد اړوند دی.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.