Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند کې د پټاکیو یوې فابریکه کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): هند کې د پټاکیو یوه فابریکه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

هندي رسنیو د سه شنبې ورځ (د سلواغې ۱۷مه) خبر ورکړی چې دا پېښه په مدهیه پردېش ایالت کې شوې ده.

په ټولنیزو شبکو کې خپرو شوو ویډیوګانو کې ښودل کېږي چې د پېښې له ځایه اور او لوګي پورته کېږي. دغه راز د روغتون چارواکو د اوو کسانو وژل کېدل تایید کړي او د ټپیانو لېږدولو لپاره پوځي چورلکې غوښتل شوې وې.

د مدهیه پردېش ایالت مرکزي روغتون ویلي: «موږ د اوو کسانو وژل کېدو تایید کولی شو؛ ۶۵ زخمیان په دغه روغتون کې بستري شوي او ۱۰ زخمیان نورو سترو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.»

د مدهیه پردیش په هردا ښار کې ځايي حکومتي چارواکي کېلاش چند پارتې چې د پېښې په ځای کې د ژغورنې عملیاتو مسوولیت لري، وویل چې اور لا تر اوسه نه دی مړ شوی او د اطفایې ۱۵ موټر یې په مړه کولو بوخت دي.

هغه زیاته کړې: «موږ د پېښې په ځای کې د ژغورنې پر چارو پام کوو او زخمیان روغتون ته لېږو... تر اوسه توانېدلي یو چې ۷۰ تر ۷۵ سخت ټپیان وژغورو؛ ټول ټپیان ځايي دولتي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.»

نوموړي وویل چې له ۲۰۰ څخه ۳۰۰ کسانو په دې فابریکه کې کار کاوه، خو دا نه ده څرګنده چې د پېښې پر وخت د ودانۍ دننه څومره کسان موجود وو.

چارواکي وايي، دې زورورې چاودنې شاوخوا لسو نورو ودانیو ته هم زیان اړولی دی.

یادونه: په دغه خبر کې د امریکا غږ له راپوره استفاده شوې ده.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.