ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان – ټرانس رېل‌پټلۍ پروژې څلورمه غونډه په تاشکند کې ترسره شوه

د افغان – ټرانس رېل‌پټلۍ پروژې څلورمه غونډه په تاشکند کې ترسره شوه

author avatar
7 Feb 2024 - 15:39
د افغان – ټرانس رېل‌پټلۍ پروژې څلورمه غونډه په تاشکند کې ترسره شوه
author avatar
7 Feb 2024 - 15:39

کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۲): د افغان – ټرانس ریل پټلۍ پروژې څلورمه غونډه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې ترسره شوه او قطر په دغه پروژه کې د ګډون او پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان اوسپنې پټلۍ (افغان ټرانس) – چې ۷۸۰ کیلومټره اوږدوالی لري او د افغانستان له خاورې مرکزي اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي – په افغانستان کې له مزارشریفه پیل او د جلال‌اباد تر تورخم ښارګوټي پورې رسېږي.

د افغانستان اوسپڼې پټلۍ ادارې په خبرپاڼه کې راغلي د افغان – ټرانس ریل پټلۍ پروژې څلورمه غونډه په تاشکند کې ترسره شوه چې په کې د ازبکستان، پاکستان او قطر لوړ پوړو استازوې په حضوري او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ سرپرست ملا بخت‌الرحمن شرافت، مالي او اداري مرستيال سيد محمدنعيم محمدي او تخنيکي مرستيال عبدالباري صديقي په کې په انلاین ډول حضور درلود.

سرچینې لیکلي، په غونډه کې د قطر هېواد د ريل پټلۍ استازو په افغان – ټرانس پروژه کې د ګډون او پانګونې لېوالتيا وښودله او د يادې پروژې په مسير کې د موجوده هېوادونو ونډه او پانګونه يې هم په دې عايداتي او انکشافي پروژه کې مهمه وبلل.

خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د روانې فبرورۍ پر ۱۹مه به د دې پروژې د تمويل، فزيکي څېړنې او په دې پروژه کې د نوو ګډونوالو او پانګه‌والو د څرنګوالي او بشپړوالي په موخه راتلونکې دريېمه ناسته جوړېږي.

خبرپانه زیاتوي، د غونډې په جريان کې طرفينو پر دې موافقه وکړه چې د افغان – ټرانس پروژې د ارزونې او اسانتياوو برابرولو لپاره بايد راتلونکې ناسته کې بشپړه طرحه وړاندې شي.

خبرپاڼه له مخې، د افغان – ټرانس پروژې د پلان له مخې به یو نړۍوال مشورتي شرکت د دې پروژې اړین معلومات چمتو کوي، څو دا معلومات له هېوادونو او نړۍوالو مالي بنسټونو سره شریک او په اساس یې نړۍوال بنسټونه او هېوادونه لېوالتیا پیدا کړي، څو د دې مهمې عایداتي او انکشافي پروژې په جوړولو کې پانګونه وکړي.

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د دې پروژې لاسلیک شوي پروتوکول کې راغلي چې د ريل پټلۍ دا کرښه به د مسافرو او تجارتي توکو لېږدولو دواړو خدمات اسانه کړي او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اقتصادي ودې په پرمختيا کې به مرسته وکړي.

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.