کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۲): ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په لړ کې له سریلانکا سره خپله لومړۍ لوبه سبا ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د هېواد کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په موخه د دغه هېواد له پلازمېنې کولمبو څخه د کېنډي ښار ته رسېدلې ده.
کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د مهالوېش له مخې به افغان کرکټ ملي لوبډله سبا د جمعې په ورځ د سریلانکا کرکټ لوبدلې پر وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ نړۍواله سیالي ترسره کړي.
دغه لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه بجه پیلېږي.
دغه راز افغانستان به خپله دویمه یو ورځنۍ لوبه له د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۱مه او درېیمه لوبه به بیا د همدې میاشتې په ۱۳مه نېټه ترسره کړي.
همدارنګه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ به د له یو ورځنۍ لوبو وروسته د شل اووریزو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ د فبرورۍ میاشتې په ۱۷مه پیل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن