جلالاباد (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲): د ننګرهار د اچين او سپينغر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالیو کې څو کاله د پخواني حکومت او داعش وسلهوالو ترمنځ جګړې تېرې شوې چې له امله یې سختې زیانمنې شوې او له حکومته غوښتنه کوي چې بیارغونې ته یې پاملرنه وکړي.
هغوی له حکومته غواړي چې په يادو ولسواليو کې دې د نورو رغنيزو پروژو ترڅنګ د سړکونو بيارغونې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د دغو ولسواليو قومي مشران او ځايي اوسېدونکي وايي، د جګړو او نا امنۍ له امله په تېرو کلونو کې دغو سيمو کې د بيارغونې پروژې هم نه دي پلي شوي او ډېر عامه ځايونه او سړکونه هم جګړو له منځه وړي دي.
د اچين ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک حيات نور پژواک اژانس ته وويل، د ولسوالۍ د مرکز او لويو او وړو کليو ترمنځ سړکونه ټول خام او کنډ و کپر دي چې د خلکو تګ راتګ يې له ستونزو سره مخ کړی دی.
هغه وايي، تېر کې جګړو او ناامنۍ د رغنيزو پروژو مخه نيولې وه، اوس چې امنيت شته حکومت دې د نورو رغنيزو پروژو ترڅنګ د سړکونو او فرعي لارو بيارغونې ته پاملرنه وکړي.
دغه راز، د سپين غر ولسوالۍ يوه قومي مخور عابد عادل هم پژواک ته وويل، د اچين او سپينغر ولسواليو دوه لوی سړکونه چې يو پېښې کنډو او بل هم مامند تنګي ته تللي دواړه خام او جګړو له تګ راتګ څخه ايستلي دي.
دی وايي: «غوښتنه مو دا چې د دې ولسواليو کوم کارونه چې تېرو شلو کلونو کې نه دي شوي، باید دوی يې ترسره کړي.»
بلخوا، د ننګرهار چارواکي هم د ځايي خلکو ستونزې مني او وايي، تېر کې دغه ولايت کې د بيارغونې د پروژو په تطبيق کې توازون نه دی مراعت شوی.
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري وویل، د دغه ولايت د ټولو ولسواليو د اوسېدونکو اړتياوو ته په کتو يې پروژې پلان کړې، مرکز ته د منظورۍ په موخه لېږل شوې او تمه شته چې ډېرې پروژې يې تر منظورۍ وروسته عملاً پيل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار د کليو د بيارغونې او پراختيا رييس مولوي قسمتالله مبارز د سلواغې په ۱۷مه يو خبري کنفرانس کې ويلي وو چې روان ۱۴۰۲ لمريز کال يې په دغه ولايت کې د ۱۱۳۶ ميليون افغانيو په لګښت د ګڼو پروژو کارونه پيل کړي چې له ډلې یې یو شمېر پروژې بشپړې شوې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې په يادو پروژو کې د څښاک اوبو رسولو شبکو، سړکونو، کانالونو، پلیو لارو او ويالو بيارغونه او جوړول شامل دي.
د ننګرهار اچين او سپينغر د شينوارو زون له هغو ولسواليو دي چې تېر نظام پر مهال په کې د حکومت او داعش ترمنځ ډېرې جګړې شوي او امریکایانو په کې د بمونو مور هم استعمال کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP