[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د امریکا سفیرې کرن ډیکر له ملګرو ملتونو او قطره مننه کړې چې د افغانستان په تړاو یې دوحه کې غونډه جوړه کړې وه.
مېرمن ډیکر د کب په لومړۍ نېټه پر اېکسپاڼه لیکلي: «له ملګرو ملتونو او قطر څخه د دې لپاره چې په دوحه کې یې د افغانستان په اړه د نړۍوالو همکاریو په اړه د سفیرانو او یو شمېر افغانانو په ګډون د غونډه کوربهتوب کړی، مننه کوو.»
هغې زیاته کړې، د افغانستان خلکو او مدني ټولنې پر وړاندې د امریکا متحده ایالتونو ژمنتیا قوي ده او دوی د افغانستان په هکله د افغانانو نظرونو اورېدو ته سترګې په لار دي.
د افغانستان په تړاو د دوحې دوه ورځنی کنفرانس چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونيو ګوټریش په مشرۍ جوړ شوی و، پرون ماښام پای ته ورسېد.
په دغه کنفرانس کې د ۲۸ هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو پلاوو او ځانګړو استازو برخه اخیستې وه.
دوحې ناسته کې د افغانستان لپاره ځانګړی استاز ونه ټاکل شو؛ ګوټریش وایي، نورې سلا مشورې کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د کنفرانس په پای کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دوحې کنفرانس ګډونوال د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره موافق وو خو پر دې موضوع به لا نورې سلا مشورې وشي.
نوموړي د دوحې کنفرانس ډېر ګټور وباله او ویې ویل چې ګډونوالو په کې د افغانستان په تړاو مهمې خبرې او بحثونه وکړل.
ده زیاته کړه، د افغانستان سرپرست حکومت ته یې بلنه ورکړې وه چې غونډې ته راشي، خو هغوی یې بلنه ونه منله. ګوټریش هیله وښوده چې د هغوی استازي په راتلونکي کې په دا ډول نورو غونډو کې ګډون وکړي.
نوموړي د دوحې غونډې د هدف په اړه وویل: «موږ د یو سولهییز افغانستان غوښتونکي یو، داسې افغانستان چې هم له ځان او له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې وي او د یو ملي حاکمیت لرونکي هېواد په توګه د خپلو نړۍوالو ژمنو عملي کولو توان ولري. “
هغه زیاته کړه: «افغانستان باید د اورپکۍ مرکز نه شي، د ښځو او نجونو حقونو ته په کې درناوی وشي او داسې حکومت په کې وي چې ټول قومونه په کې برخه واخلي.»
[/restrict]
Views: 94
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن