کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): په کابل کې د مورنۍ ژبې نړۍوالې ورځې په نمانځل کېدو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وایي چې دلته ټولې ژبې د هېواد ښکلا ده او باید د هغو د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وشي.
د فبرورۍ ۲۱مه (د کب ۲) چې د مورنۍ ژبې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي پروګرام له خوا د ژبو او فرهنګونو ساتنې په موخه په دې نوم نومول شوې او دا ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه نن د دې ورځې په مناسبت غونده کې چې په کابل کې ترسره شوه وویل: «په افغانستان کې د بېلابېلو ژبو ویونکي او قومونه ژوند کوي او دا زموږ د هېواد یوه ښکلا ده، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د دغو ژبو، توکمونو او قومونو د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وکړو.»
نوموړي د دې ترڅنګ چې په تېرو ۲۰ کلونو کې له ژبو ناسمه استفاده شوې زیاته کړې: «د یووالي او ورورګلوۍ پر خای یې تعصب رامنځته کړی او موږ ټول د هغو شاهدان یو چې زموږ خلکو د قدرت لاسته راوړلو په موخه له ژبو ناسمه استفاده کړې ده.»
هغه وویل چې د هېواد د ژبو د ودې او پرمختګ لپاره د ادیبانو همکارۍ ته اړتیا ده او د دغه وزارت مشرتابه د دې زمینه برابروي څو یو بل ته لاس ورکړي او ژبې ژوندۍ وساتي.
په دغو مراسمو کې د دغه وزارت د فرهنګ او هنرونو معیین مولوي عتیقالله عزیزي وویل چې د اسلامي امارت یوه پالیسي د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو ساتل دي او هغه عملي کوي.
هغه ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې به اغېزناک اقدامات وشي، له بهرنیو هېوادونو او همکارو موسسو یې غوښتنه وکړه څو فرهنګي مسایل له سیاست سره ونه تړي.
هغه وویل: «موږ نړۍوالو ته وایو چې تاسې راشئ زموږ د تاریخي اثارو او ابداتو ساتنه کې برخمن شئ او دا ستاسې یو مکلفیت دی، موږ تاسې ته زمینه برابروو.»
په دغو مراسمو کې د بدخشان د شغنان ولسوالۍ یوه ګډونوال اسحاق مقبر پژواک ته وویل، حکومت باید د هېواد د سیمهییزو ژبو چې د له منځه تلو په حال کې دي، ملاتړ وکړي څو ژوندۍ وساتل شي.
نوموړي وویل چې د ژبو ډېروالی د افغانستان د فرهنګ یوه ښکلا ده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې باید په سیمهییزو ژبو د کتابونو چاپولو او خپرونو سره له دې فرهنګي شتمنۍ ملاتړ وکړي.
د یادونې ده، په دغو مراسمو کې ګډونوالو د مورنۍ ژبې اهمیت څرګندولو ترڅنګ ټینګار وکړ چې په پښتو، ازبکي، دري، بلوچي او پشهیي ژبو دې شعرونه او مقالې ولیکل شي او له حکومته یې غوښتنه وکړه څو د ژبو د ودې لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن