جلالاباد (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت امنيه قومانداني وايي، د جلال اباد - تورخم پر لويه لاره د ترافیکي پېښې له امله درېکسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جلال اباد - تورخم پر لويه لاره دمومندرې ولسوالۍ اړوند غزګي سېمه کې یو کرولا ډوله موټر د بار وړونکې لارۍ سره ټکر کړی دی.
هغه وویل چې په دغه پېښه کې درې کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره چې د یادې پېښې ټپیان سېمهییز روغتون ته رسولي دي.
زابلي د موټر چلوونکو بې احتياطي او ګړندی تګ د دغې پېښې علت یاد کړ.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن