جلالاباد، ګردېز (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲): په ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د لاسلیک ورځ ونمانځل شوه.
د ۱۴۰۰ کال د کب په لسمه د قطر هېواد په دوحې ښار کې د اسلامي امارت او امریکا د استازو ترمنځ له افغانستانه د امریکايي او ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو تړون لاسلیک شو.
له هغې را وروسته دغه ورځ هر کال د اسلامي امارت د مسوولینو له لوري د غونډو په ترسره کولو سره نمانځل کېږي.
د ننګرهار ولايت مقام او اطلاعاتو او کلتور رياست هم د کب لسمې په مناسبت غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د پوهنتون استاد عبدالرحیم صراف د خپلو خبرو پر مهال د دوحې تړون د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي هوښيار سياست ياد کړ.
هغه دغه راز د نجونو پر مخ د اسلامي اصولو په رڼا کې د ښوونځيو او پوهنتنونو د پرانيستو غوښتنه وکړه او ترڅنګ يې ټينګار وکړ چې اسلامي امارت دې د خلکو ستونزې حل کړي.
دغه راز په پکتیا کې هم د کب لسمه د يوې مشاعرې په ترسره کولو سره ونمانځل شوه.
د یادې مشاعرې د پيل پرمهال د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس ثوابجان اسلاميار د کب لسمه د امريکا د سياسي ماتې په نوم ياده کړه.
هغه وويل، په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ناټو ماتې دا وښوده چې هيڅکله به هم نور کوم هېواد پر اسلامي هېواد د برید لپاره زړه ښه نه کړي.
هغه زیاته کړه: «نړۍوال پر دې پوه شوي چې افغانستان څوک نه شي نيولی؛ ځکه افغانان لوږه مني، تنده مني، زندان مني خو هيڅکله هم پرديو ته د غلامي سر نشي ټيټولی.»
په یاده غونډه کې یو شمېر شاعرانو هم په خپلو شعرونو کې د کب لسمه له وياړونو ډکه ورځ ياده کړه.
دوی په خپلو شعرونو کې د خپلو مشرانو تېرې شل کلنې کارنامې هم وستايلې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن