Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات هوايي ډګر له درېیو ورځو وروسته بېرته د الوتنو پرمخ پرانیستل شو

کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۲): د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي چې د هرات نړۍوال هوايي ډګر له درېيو ورځو وروسته د الوتنو پر مخ پرانیستل شوی دی.

یاد وزارت نن جمعه پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د هرات د نړۍوال هوايي ډګر رنوې کرښه او نورې برخې له واورو پاکې شوې او د الوتنو پرمخ پرانیستل شو.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت زیاته کړې چې هېواد کې وروستي اورښتونه د پيلوټانو د ليد ساحې محدودېدو او د الوتنو او ناستو برخه کې د ستونزو لامل شوي، له همدې امله یاد هوايي ډګر کې الوتنې لغوه شوې وې.

یاد وزارت ټینګار کړی، ژمن دي څو خلکو ته باکیفیته او له نړۍوالو معیارونو سره برابر خدمتونه وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله یو شمېر مواصلاتي لارې هم بندې شوې دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.