[restrict paid="true"]
خوستښار (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۲): خوست کې د يوه کور د خونې چت لوېدو له امله دوه مېرمنې مړې شوې او درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د ځايي مسوولينو په وينا، دغه پېښه پرون ماسپښين يوه بجه د دغه ولايت د ځاځيميدان ولسوالۍ د دڼيو سيمه کې شوې ده.
د خوست امنيې قوماندانۍ وياند طاهر احرار پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد کور چت د زيات اورښت له امله لوېدلی دی.
هغه زیاته کړه، د چت لوېدو په دې پېښه کې د ياد کور دوه مېرمنې مړې او درې ماشومان چې دوه نجونې او يو هلک دي، ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان پر وخت روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ګڼل شوی دی.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP